د افغانستان د مخکيني پوځ يوه مطرح جنرال سمېع سادات خبر ورکړی، چې له سياسي مشرانو سره په ګډه پر يوه داسې طرحه کار کوي څو له مخې به يې مخکيني افغان سرتېري بيا انسجام او فعال شي.
نوموړي پرون يکشنبه له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي، دغه حرکت به په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې يو منظم حرکت وي چې په تشکيل کې به يې مخکيني افغان سرتېري، سياسي مشران، ځوانان او مدني فعالان شامل وي.
سادات که څه هم د يادې طرحې د بشپړېدو خبره کړې، خو ويلي يې دي چې سياسي مشرانو ترې تر اختر پورې د وخت غوښتنه کړې ده.
نوموړي ويلي چې د طالبانو خلاف دغه حرکت به په لومړيو کې پر چريکي ډلو وېشل کېږي. د سادات په خبره هغه کسانو ته په دې حرکت کې ځای نه ورکوي چې د تېر نظام په سقوط، فساد او نورو ناقانونه کړنو کې يې لاس درلود.
سمېع سادات د دې حرکت د تمويل سرچينه په کور دننه مېشت افغانان بللي او زياته کړې يې ده چې هېڅکله د تمويل په موخه بهرنيو سرچينو ته لاس اوږد نه کړي.