Home » افغانستان » سمنګانو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

سمنګانو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې پرون جمعه په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي.

په مړو شویو کسانو کې دوې ښځې، درې نارینه او یو ماشوم شامل دي او د بلخ اوسېدونکي دي.

ځايي چارواکو رسنیو ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا موټر له يوې لارۍ سره ټکر شو.

د یادې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ډېری هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړي او لاملونه هم د چلوونکې بې احتیاطي بلل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...