Home » افغانستان » سمنګانو کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول

سمنګانو کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول

په سمنګانو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

باختر اژانس خبر ورکړی، چې دا پېښه نن سهار (د سرطان ٩مه) د ايبک- مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې شوې ده.

په دې پېښه کې یو کرولا ډوله موټر چې مسافر یې لېږدول، له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

د سمنګان د مرکزي روغتون مسوولين وايي چې په دې پېښه کې د دريو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ویلو ده چې د دې پېښې اصلي لامل د کرولا ډوله موټر ګړندی تګ بلل شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...