د باختر دولتي اژانس خبر ورکړی چې، د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو په پېښه کې ۳۵ کسان بند پاتې دي.
د یادې سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پېښه تېره شپه د دره صوف ولسوالۍ«سفیدخاک»سیمه کې د ډبرو سکرو په یو کان کې رامنځته شوې ده.
باختر اژانس د ځایي چارواکو له قوله ویلي چې، مرستندویه ادارې سیمه ته رسیدلي دي او هڅه کوي بند پاتې کان کېندونکي ژوندي وژغوري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ځینو ولایتونو کې د ډبرو سکرو کانونو کې ورته پېښې شوي، چې یو شمېر کارګران په کې قرباني شوي دي.