Home » افغانستان » سلګونه پکتیاوالو له جمهوري نظام او له افغان ځواکونو ملاتړ وکړ
رویداد خبري آژانس

سلګونه پکتیاوالو له جمهوري نظام او له افغان ځواکونو ملاتړ وکړ

د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) سلګونه پکتیاوالو چې قومي مشران، ځوانان او ښځې هم په کې شاملې وې، د جمهوري نظام او افغان ځواکونو په ننګه راټول شوي وو.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د افغانانو لپاره تر بل هر وخته جمهوري نظام غوره دی او د ساتلو لپاره به یې له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه تر پایه ودریږي.

د غونډې ګډونوال په خپلو خبرو کې وویل چې د جمهوریت او له افغان سرتېرو ملاتړ د هر افغان مسؤلیت دی، خو په نظام کې د شته فساد، نېمګړتیاوو او بې عدالیتیو څخه به هم پرده پورته کوي.

دوی وایي، د ولسوالیو د سقوط پر مهال، په وخت د سرتېرو نه لاس نیوی د افغان ځواکونو په حق تیری دی او له سرغړونکو سره باید قانوني چلند وشي.

په پکتیا کې د جمهوریت او د افغان ځواکونو په ننګه په داسې مهال د ملاتړ غونډه کیږي چې د دې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې افغان سرتیري او وسله وال طالبان د ولسوالیو د نیولو او سقوط کولو لپاره یو د بل پر وړاندې جنګیږي.

بلخوا په کندهار ولایت کې نن د لوی کندهار د یووالي شورا له لوري د نظام او سولې په ملاتړ په یوه جوړه شوې غونډه کې د دې ولایت سلګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو، او ځوانانو ګډون کړی وو، وویل چې سوله لومړیتوب دی، که سوله نه کېږي نو د خپل نظام تر شا ولاړ دي او چا ته اجازه نه ورکوي چې کورونه او کلي یې وران کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...