د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته لسګونه زره افغان کډوال پاکستان تللي او زيات شمېر يې كه څه هم د پاکستان له لارې بهر ته لېږدول شوي؛ خو ډېری کډوال لا هم په پاکستان کې بې برخليکه پاتې دي.
د ډاڼ د راپور له مخې، د يادو کډوالو له ډلې شاوخوا ۷سوه تنو چې اکثره يې ښځې او ماشومان دي، په اسلامباد کې د ماشومانو يوه پارک ته ننوتي او هلته يې د اوسېدلو په موخه خيمې درولي دي.
په راپور کې ويل شوي، چې ياد پارک په يوه حساسه امنيتي سيمه کې دی او له همدې کبله پوليسو څو وارې هڅه کړې چې ياد افغان کډوال له نوموړي پارک څخه وشړي؛ خو د دې باوجود هم ياد کډوال د ماشومان په دې پارک کې مېشت او له ناسم حالت سره مخ دي.
ډان زياته کړې، دا کډوال اکثره هزاره افغانان دي او واک ته د طالبانو له بيا رسېدو وروسته له خپل هېواد وتلي دي. کډوالو ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې د سرپنا نه لرلو له امله يې د ماشومانو په پارک کې خيمې وهلي او په خبره يې تر اوسه يې نه کوم هېواد او نه هم د کډوالو عالي کمېشنرۍ پوښتنه کړې ده.
دې افغان کډوالو د امريکا په شمول د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې له پاکستان يې ولېږدوي او د وګړتوب په ورکولو سره دې يې د ژوند له کړاو خلاص کړي.
دوی زياته کړې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره يې په خپل هېواد کې ژوند تريخ شوی او بېرته خپل هېواد ته نشي ستنېدلی.