وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی چې په ټول افغانستان کې به سلام مخابراتي شرکت د دوی نظامي هدف وي او له خلکو یې غوښتي چې د دغه شرکت سیم کارتونه ونه کاروي.
طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې چې دې ډلې د مؤسسو او شرکتنو د کنټرول او تنظیم کمېسیون په نوم خپره شوې پکې راغلي چې د سلام مخابراتي شرکت له کارکوونکو، وسایلو او ګاډو سره به د استخباراتي ارګان سره د تړلو کسانو او اجناسو په څېر چلن کېږي.
د طالبانو په اعلامیه کې دا نه دي راغلي چې سلام شبکې د دوی له کومو اصولو سرغړونه کړې ده.
سلام دولتي مخابراتي شرکت دی چې ټولې چارې یې د افغانستان د مخابراتو وزارت په مشرۍ ترسره کېږي.
دغه وزارت وايي چې دوی له خبرداریو سره ـ سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او له حکومت یې غوښتي دي چې په ټولو ولایتونو کې د شرکت اړوند تاسیساتو امنیت خوندي کړي.