د سعودي عربستان چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي ښار جېزان کې د پاچاه عبدالله پر هوايي ډګر د بېپيلوټه الوتکې دوه هوايي بريدونه شوي دي.
د دوی په خبره لومړی هوايي بريد پرون جمعه ناوخته د (تلې په ۱۶مه) شوی او دويم هغه يې نن شنبه سهار وختي شوی دی.
د سعودي رسنيو د لومړي بريد له امله د ۱۰ تنو چې ۶ يې سعودي، ۳ د بنګلدېش او يو د سوډان وګړی دی، د ټپي کېدو خبر ورکړی خو د دويم بريد له امله د اوښتي ځاني او مالي زيان په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې په سعودي عربستان کې د پاچاه عبدالله پر هوايي ډګر د دې بريدونو مسووليت نه دی منلی، خو له دې وړاندې په سعودي عربستان کې د ځينو هوايي بريدونو او پر دغه هېواد د راکېټي بريدونو مسووليت حوثي وسلهوالې ډلې منلی.