عربي رسنيو خبر ورکړی چې سعودي عربستان پر دې غور کوي، څو په راتلونکې کې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانيزي او دغلته د تېر په څېر بيا خپل ډيپلوماټيک ماموريت ته دوام ورکړي.
د رسنيو د راپور له مخې، د دغه هېواد د چارواکو له لوري په کابل کې د سفارت بيا پرانيستې په اړه غور وروسته له هغې پيل شوی چې دوې ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو په کابل کې خپل سفارت فعال کړ.
سعودي عربستان هم يو له هغو هېوادونو دی چې د تېر اګسټ په ۱۵مه چې طالبانو په کې د افغانستان ټول واک ونيو، خپل سفارت وتړه او ډيپلوماټان يې رياض ته ور وغوښتل.
له دې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی و چې ښايي جرمني هم په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانيزي.