جنرال جاوید قمر باجوه د سعودي عرب له مرستیال دفاع وزیر او د محمد بن سلمان له کشر ورور خالد بن سلمان ال سعود سره لیدلي.
راپورنو وايي، د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره له لیدو ډډه کړې ده.
جنرال باجوه سعودي عرب پلازمېنې ریاض ته تللی او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ‘ورورګلوۍ اړیکو ‘ کې بدلون نه دی راغلی.
ویل کېږي دا وروستیو کې د پاکستان او سعودي عرب اړیکي خړ پړ شوي دي.
د دوشنبې پر ورځ جنرال باجوه او د پاکستان استخباراتي ادارې مشر فیض حمید ریاض ته سفر وکړ. ویل کېږي، د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې سمون راوستل و.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له لوري له هغو څرکندونو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي ساړه شول، چې د هند پر وړاندې د کشمیر موضوع کې د سعودي (ناکافي) دریځ یادونه وبلل شوه.
جنرال باجوه د ولیعهد سلمان له لوري له لیدو له (ډډه) کولو وروسته د محمد بن سلمان له ورور سره لیدلي چې د دفاع مرستیال وزیر دی. نوموړي دغه راز له خپل سعودي سیال سره هم لیدنه درلوده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ‘د کشمیریانو ملاتړ کې د نیمګړتیاوو ‘ له کبله د اسلامي هېوادونو پر همکارۍ سازمان هم نیوکې کړې.
د دغه سازمان مرکز په سعودي عرب کې دی او په دغه سازمان کې د سعودي عرب نفوذ جوت بلل کېږي.