په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې په دغه هیواد کې خپلډیپلوماټیک فعالیت له سره پيلوي.
د یاد سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې «افغان وروڼو ته به ټول خدمات» وړاندې کړي.
په ورته مهال ا.ا حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د بیا پرانیستلو او د دغه هېواد د ډیپلوماټیکو فعالیتونو له پېل هرکلی کړی دی.
نوموړي د سعودي عربستان دا اقدام د اړیکو د ټينګښت او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سعودي عربستان له استازولۍ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د یادونې ده چې سعودي عربستان د ۱۴۰۱ کال راهیسې په کابل کې خپل سفارت تړلی و.
په دې وروستیو کې د ایران، پاکستان او د افغانستان د یو شمیر نورو ګاونډیو هیوادونو تر څنګ، اوس سعودي عربستان هم په کابل کې د سفارت بیرته پرانیستلو خبر ورکړی.