د سعودي عربستان دولت په يوه اقدام کې ۸۱ تنه هغه کسان په يوه وار اعدام کړي، چې پر لويو جرمونو او دغه راز له ترهګرو ډلو سره يې اړيکې درلودې.
د سعودي عربستان دولتي اژانس پرون شنبه د (کب په ۲۱مه) خبر ورکړی چې په اعدام شوو کسانو کې د داعش ډلې، القاعده او د حوثي وسلهوالو اړوند غړي شامل دي.
د نوموړي اژانس په راپور کې زياته شوې چې د ترهګرو ډلو دې غړو په سعودي عربستان کې پر مهمو ځايونو د بريدونو په پلانولو او دغه راز د وسلو په قاچاق کې لاس درلود او له همدې کبله پر اعدام محکوم شوي وو.
دغه اعدامونه له کلونو راهيسې په سعودي عربستان کې تر ټولو ډېر ډلهييز اعدامونه بلل شوي دي.