سعودي حکومت ښځو ته د فردي ازاديو د ورکولو په دوام سره، تازه اعلان کړی چې سعودۍ ميرمنې له محرم پرته د حج فريضې د ادا کولو په موخه نومليکنه کولی شي.
د العربيه نيوز د راپور له مخې، د سعودي عربستان د حج وزارت ويلي چې سعودۍ ميرمنې په انفرادي توګه د حج مراسمو د ادا کولو په موخه، د نومليکنې اختيار لري او زياته کړې يې ده چې د يادو مراسمو د ترسره کولو په جريان کې، محرم سړي ته اړتيا نه لري.
تېره اوونۍ سعودي عربستان اعلان وکړ چې بهرني وګړي دې د کرونا جدي ګواښ له امله، د حج فريضې د ادا کولو په هدف دې هېواد ته نه ورځي.
د سعودي حکومت د پرېکړې له مخې، سږ کال به يوازې ۶۰زره سعوديان چې واکسين شوې به وي، د حج د ادا کولو په مراسمو کې ګډون وکړي.
دا دويم کال دی چې سعودي عربستان د کرونا خورېدو له وېرې، حج ته په ورتلونکو کسانو محدوديت وضعه کوي. په تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال کې يوازې ۱۰زره کسانو د حج مراسم ترسره کړل په داسې حال کې چې په وړم ۲۰۱۹ کال کې د حج مراسمو د ګډونوالو شمېر ۲.۵ ميليونه و.