Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان د حج مراسمو لپاره د کرونا له امله لګولي شوي بندیزونه لرې کړل

سعودي عربستان د حج مراسمو لپاره د کرونا له امله لګولي شوي بندیزونه لرې کړل

عربي رسنیو خبر ورکړی چې د عربستان حکومت مکې ته د عمرې لپاره د نورو هېوادونو د مسلمانانو راتګ پر وړاندې محدودیتونه لرې کوي.

سعودي حکومت له دې وړاندې اعلان کړی وو چې هره ورځ شپږ زره سعودي زیارت کوونکي کولای شي د عمرې مراسم تر سره کړي.

په نړۍ کې د کرنا ویروس خپریدو سره سږ کال میلیونونو مسلمانانو د حج او عمرې مراسم تر سره کړای نشول، د عربي رسنیو په حواله یوازې زرو تنو سعودي خلکو سږ کال د حج مراسم تر سره کړل.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې تر ورځې اکتوبر ۲۹ پورې په سعودي عربستان کې نژدې ۳۴۶۵۰۰ تنه په کروناویروس اخته شوي او ۵۳۶۳ تنه له دې وجې مړه شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...