Home » سیمه او نړی » سعودي‌ عربستان تائید کړه چې ایران سره یې مخامخ خبرې کړې
رویداد خبري آژانس

سعودي‌ عربستان تائید کړه چې ایران سره یې مخامخ خبرې کړې

د سعودي عربستان حکومت تائید کړې چې له ایران سره یې مخامخ خبرې کړي دي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې د څانګې مشر راید کریمليویلي چې د خبرو هدف په سیمه کې د جنجال کمېدل دي.

د سعودي دې چارواکي د خبرو نور جزئیات ندي ورکړي خو ویلي یې دي چې د خبرو د نتیجې په هکله قضاوت د وخت نه مخکې خبر ده.

ښاغلي کریملي ویلي، “هیله لرو کامیابې شي خو لا وختي او د وخت نه وړاندې خبر ده.”

د سعودي او ایران تر منځ چې په سیمه کې د یو بل سر سخت رقیبان بلل کیږي، د مخامخ خبرو په کله راپورونه تیره میاشت د عراق یو چارواکي ورکړل.

سره لدې چې ایران او سعودي عربستان په لومړي سر کې د دې خبرو په هکله رسمي څه نه وویل خو دا لومړی ځل دی چې سعودي عربستان یې تائیدوي.

ایراني چارواکو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي خو پخوا یې ویلي و چې د ریاض سره خبرو ته چمتو دي.

ویل کیږي چې د خبرو لپاره زمینه د عراق صدراعظم مصطفی الخادمي برابره کړې وه چې هدف یې د ریاض او تهران تر منځ د اړیکو اعاده کول دي.

سعودي عربستان کې چې اکثریت یې سنیان او ایران چې اکثریت یې شعیه ګان دي، تقریباً د پنځو کالونو راپدیخوا د یو بل سره سیاسي اړیکې نلري.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته تر هغه د ایران سره دپلوماتیکي اړیکې پرې کړلې چې ایراني مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي په سیاسي نماینده ګۍ یرغل وکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...