Home » سیمه او نړی » سرېلانکا کې پوځ ته د لاريون کوونکو پر وړاندې د زور کارولو امر شوی

سرېلانکا کې پوځ ته د لاريون کوونکو پر وړاندې د زور کارولو امر شوی

د سرېلانکا پوځ پرېکړه کړې چې په دې هېواد کې د عامه شتمنيو او د عامو خلکو د ژوند خونديتوب په موخه به د لاريون کوونکو پر وړاندې له زور کار اخلي.

دغه پرېکړه نن پنج‌شنبه وروسته له هغې شوې، چې لاريون کوونکو په پلازمېنه کولمبو کې د لومړي وزير دفتر، د پارلمان ودانۍ او دغه راز د پارلمان د رئیس کور ته د ننوتلو هڅه وکړه.

له دې وړاندې د سرېلانکا سرپرست ولسمشر رانېل ويکرمسينګ هم له پوځ غوښتي و، چې د لاريوون کوونکو پر وړاندې په زغرده زور وکاروي؛ خو پوځ ويلي و چې نه غواړي له خلکو سره مخامخ شي او له همدې کبله يې د نوموړي دا غوښتنه رد کړې وه.

نن پنج‌شنبه د کولمبو په شمول د سرېلانکا په ګڼو ښارونو کې د لاريون کوونکو له لوري د عامه شتمنيو د وېجاړولو مخنيوي په موخه پوځيان ځای پر ځای شوي او دا واک ورکړل شوی چې د ژوند او عامه شتمنيو د ژغورنې په موخه زور کارول تمثيل کړي.

لاريون کوونکي د سختو اقتصادي ستونزو او د بيو د لوړوالي له امله د سرپرست ولسمشر او لومړي وزير د استعفا غوښتنه هم کوي. د همدې لاريونونو په ترڅ کې د تېرې سې‌شنبې په ورځ، د سرېلانکا ولسمشر ګوتابايا راجاپاکسا له هېواد وتښتېد او مالديف ته ورسېد.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...