Home » سیمه او نړی » سرېلانکا کې د لومړي وزير له استعفا وروسته نظامي حکومت اعلان شوی

سرېلانکا کې د لومړي وزير له استعفا وروسته نظامي حکومت اعلان شوی

په سرېلانکا کې له د عامو خلکو له پراخو اعتراضونو او لاريونونو په ترڅ کې، پرون دوشنبه ناوخته د (غويي په ۱۹مه) د دې هېواد لومړی وزير ماهيندا راجاپاکسا له خپلې دندې استعفا ورکړه.

سرېلانکايانو له شاوخوا يوې مياشتې را په دېخوا د خوراکي توکو کموالي، د کافي اوبو او برېښنا نشتوالي او د لومړي وزير راجاپاکسا او د دولتي مسوولانو له لوري د کمزوري مديريت پر وړاندې لاريونونه پيل کړل او د لومړي وزير د استعفا غوښتنې ترڅنګ يې د اقتصادي ستونزو پر حل ټينګار کاوه.

يادو قهرېدلو لاريون‌والو پرون دوشنبه د لومړي وزير د استوګنځي په شمول د يو شمېر نورو وزيرانو دفترونه هم سوځولي دي.

خو د لاريونو د پراخوالي او د خلکو د قهرېدو له امله پرون لومړي وزير راجاپاکسا له خپلې دندې څنګ ته شو او له دې سره سم په سريلانکا کې واک د پوځ لاس ته پرېووت.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...