پرون ماښام د (وږي په ۲۱مه) د کرکټ اسيا جام سياليو پايلونه ترسره شوه او د پايلوبې په دې لوبه کې، د پاکستان او سرېلانکا لوبډلې سره مخ شوې.
سرېلانکايۍ لوبډلې د لوبې لومړۍ پاڼۍ په توب وهنې سره پيل کړه او د ټاکلو شلو اوورونو په لوبولو سره يې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف کېښود.
د توپ وهنې په برخه کې د سرېلانکا لپاره بانوکا راجاپاکسا د ۷۱ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره، د خپلې لوبډلې له نورو لوبغاړو زياتې منډې جوړې کړې.
خو د پاکستان لوبډلې بيا په خپل ټول توان سره ۱۴۷ منډې منډې جوړې کړې او ونه توانېده، چې د سرېلانکا له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.
د پاکستان لپاره محمد رضوان ۵۵ منډې وکړې او د نوموړي له سوځېدو وروسته، د يادې لوبډلې څو لوبغاړي يو پر بل پسې وسوځېدل.
د پاکستان لوبډلې د لوبډلمشر بابر اعظم په شمول، د دې لوبډلې پوره ۷ لوبغاړي داسې وسوځېدل، چې له ۱۰ يې کمې منډې جوړې کړې وې.
د پاکستان پر لوبډلې د فشار او په ۱۴۷ منډو د يادې لوبډلې له سوځېدو سره، د سرېلانکا لوبډلې د اسيا جام سياليو اتلولي خپله کړه.