Home » افغانستان » سرچينې: په ايران کې د افغانستان سفارت ښايي اسلامي امارت ته وسپارل شي

سرچينې: په ايران کې د افغانستان سفارت ښايي اسلامي امارت ته وسپارل شي

ځينو ايراني رسنيو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې په تهران کې د افغانستان سفارت د کارونو مخته وړلو په موخه د اسلامي امارت  يو نوی ډيپلوماټ تهران ته رسېدلی دی.

ايسنا خبري اژانس په دې اړه خپل راپور کې د ايران بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله نن دوشنبه د (غويي په ۵مه) ويلي، دغه ډيپلوماټ تازه تهران ته رسېدلی او ښايي په ايران کې د افغانستان سفارت د کارونو مخته وړل په لاس کې واخلي.

په راپورونو کې داسې هم ويل شوي چې ګواکې تهران ته د افغانستان له لوري تازه څو تنه ډيپلوماټان لېږل شوي؛ خو راپورونو له مخې د ايران بهرنيو چارو وزارت سرچينو يوازې د يوه ډيپلوماټ پخلی کړی دی.

تر اوسه په رسمي توګه د ايران او افغانستان بهرنيو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ويلي. له دې وړاندې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په ايران کې د مېشتو افغانانو د وضعيت ارزونې په موخه به يو پلاوی په نږدې راتلونکي کې دې هېواد ته سفر وکړي.

له دې سره په تهران کې د افغانستان سفارت بيا ويلي، چې دامهال يوازې يو نوی ډيپلوماټ نوموړي سفارت ته ورلېږل شوی او ښايي په راتلونکي کې څو نور ډيپلوماټان هم ور ولېږل شي.

ايران له پاکستان، ترکمنستان، قطر او روسيې وروسته پنځم هېواد دی چې د طالبانو لوري ورلېږل شوی ډيپلوماټ مني.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...