Home » افغانستان » سرچينې: ايران تېره مياشت له ۲۰زرو ډېر افغانان په زور له خپلې خاوري ايستلي

سرچينې: ايران تېره مياشت له ۲۰زرو ډېر افغانان په زور له خپلې خاوري ايستلي

اينډيپېنډنټ ورځپاڼې په نيمروز کې د سرچينو له قوله راپور ورکړی، چې د ايران حکومت د تېرې تلې مياشتې له لومړۍ تر پرون شنبې د (لړم تر اولې) له ۲۰ زرو زيات افغان کډوال له خپلې خاورې په زور ايستلي او بېرته يې افغانستان ته لېږلي دي.

په راپور کې د سرچينو له قوله ويل شوي، چې په دې موده کې په زور د ايران له لوري ۲۳زره ۳۹۹ تنه افغان کډوال يوازې د ورېښم پل له لارې بېرته افغانستان ته ګرځول شوي دي.

د يادو کډوالو له ډلې شاوخوا ۴زره هغه له خپلو کورنيو او پاتې نور يې بيا په انفرادي توګه له ايران څخه شړل شوي دي.

د راپورونو له مخې پر نيمروز سربېره په ورځنۍ توګه د اسلام کلا بندر له لارې هم نږدې ۲زره کسان چې له ايران څخه په زور ايستل کېږي، بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

په نيمروز کې د کډوالو چارو وزارت مسوولانو ويلي، هغه افغانان چې له ايران څخه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ له لوري ورسره مالي مرسته کېږي.

د ايران حکومت د مالوماتو له مخې، دامهال ۳.۵ ميليونه افغان کډوال د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي. دوی زياته کړې، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو سره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر له ۱.۵ څخه تر اوسنۍ شمېرې پورته شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...