يو شمېر رسنيو د امريکايي سرچينو په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد د روانې اکټوبر په ۲۰مه د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ يا ټرويکا په غونډه کې د ګډون لپاره لېواله ده.
د سرچينو د مالوماتو له مخې، که څه هم امريکا په ياده غونډه کې ګډون ته لېوالتيا لري خو په اړه يې زړه نازړه ده او همدا سبب شوی لا هم امريکا په دې غونډه کې د ګډون او نه ګډونه غوڅه پرېکړه نه ده کړې.
له دې سره د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس په يوه خبر پاڼه کې ويلي، امريکا له خپلو متحدانو او دغه راز له هغو هېوادونو ور هاخوا چې له نږدې کار ورسره کوي، له ځينو نورو هېوادونو لکه روسيې سره هم د ګټو يووالی لري.
نوموړي زياته کړې چې د ټرويکا فارمټ تېرې غونډې امريکا د افغانستان په برخه کې ګټورې اروزولي او د دغه فارمټ په غونډو کې د ګډون لېوالتيا لري.
خو نيډ پرايس دا نه ده واضېح کړې چې د اکټوبر په ۲۰مه د ټرويکا په غونډه کې يې چې ټاکل شوې په مسکو کې ترسره شي، د ګډون او يا نه ګډون په اړه پرېکړه څه ده؟
له دې وړاندې چين د يادې غونډې هرکلي ترڅنګ په دغه غونډه کې د خپل ګډون ډاډ هم ورکړی دی. له دې سره اسلامي امارت هم چې د يوې ډلې په توګه دې غونډې ته بلل شوی، تائيد کړې چې د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ به يې پلاوی د مسکو په ياده غونډه کې ګډون وکړي.