امريکا غږ په کابل کې د حکومتي سرچينې په حواله ويلي، چې د ايوار شييررا په نوم يو امريکا فلم جوړوونکی او د هغه افغان ژباړن فېضالله فېض د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
امريکا غږ په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې دا کسان د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په شيرپور کې چرته چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري د امريکايي بېپيلوټه الوتکې له لوري وژل شوی، نيول شوي دي.
حکومتي سرچينې ويلي، چې ايوار شييرر په ياده سيمه کې له فلم جوړولو منعه شوی و، خو د نه پاملرنې په صورت کې له خپل ژباړن سره يو ځای نيول شوی دی.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې د ايوار شييرر او فېضالله فېض د نيول کېدو په اړه يې راپورونه ترلاسه کړي او په اړه يې اندېښمن دي.
دې وزارت ويلي، چې مسوولان د يادې قضيې په اړه د مالوماتو راټولولو په حال کې دي او ژر به يې په اړه مالومات شريک شي.
ځينو بهرنيو خبريالانو غوښتنه کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت دې ياد نيول شوي کسان بېرته خوشي او اجازه دې ورکړي چې خپل کارونه په ښه شکل سرته ورسوي.
تر اوسه حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
خبريال: احسانالله احسان