د افغانستان سرپرست حکومت وايي، دوی تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي او هڅې روانې دي چې د نورو ډیپلوماتیکو مرکزونو کنټرول هم ترلاسه کړي.
د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې د تېر حکومت ډیپلوماتان له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
نوموړي ویلي، دوی ایران، ترکیې، پاکستان، روسیې، چین، قزاقستان او نورو عربي یا هم افریقايي هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي.
تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو پاکستان، ترکیې، قطر او چین په افغانستان کې فعال ډیپلوماتیک ماموریتونه لري.