Home » افغانستان » سرپرست حکومت: هېواد کې د ټولو ديپلوماتیکو ادارو امنیت خوندي دی

سرپرست حکومت: هېواد کې د ټولو ديپلوماتیکو ادارو امنیت خوندي دی

د سرپرست حکومت چارواکي وایي، په هېواد کې د ټولو دیپلوماتیکو ادارو او ډیپلوماتانو امنیت خوندي دی او هېوادونه کولای شي چې په افغانستان کې له کومه اندېښنې پرته خپلو ډیپلوماتیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

تېر کال د سلواغې په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې سعودي عربستان په کابل د خپل سفارت فعالیتونه درولي او خپل دیپلوماتان یې له افغانستان څخه ایستلي دي، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وايي، چې د افغانستان او سعودي عربستان په اړیکو کې کومه ستونزه نشته.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د سعودي عربستان دیپلوماتان به له کومې اندېښنې پرته په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

اوسمهال په کابل کې د چین، روسیې اروپايي ټولنې، ترکیې، قطر، ایران، ازبکستان او جاپان په ګډون د سیمې د ګڼو هېوادونو سفارتونه او دیپلوماټیک ماموریتونه پرانیستي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...