د سرپرست حکومت ویاند وایي، چې افغانستان د ټاپي پروژې عملي کولو ته چمتو دی او تمه ده چې درې واړه هېوادونه په ګډه عمل وکړي.
نوموړي ویلي، چې حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زياتې هلې ځلې کوي او دا مهال٥ زره تنه د قوش تيپې پروژه کې او دغه راز ۱۵۰ زره کسان د هېواد په کانونو کې په کار بوخت دي.
ده د ټاپي پروژې يادونه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د دې پروژې پلې کولو ته چمتو دى، خو د ټاپي پروژې د پلې کېدو لپاره بايد نور هېوادونه هم په دې برخه کې اقدام وکړي.
نوموړي ویلي، چې د ټاپي پروژې په پرانیستلو سره به په دې برخه کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، حکومت هڅه کوي چې د لویو پروژو په پلې کولو سره د ستونزو د هواري او هم خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.