د کورنیو چارو وزارت له ښکاري ټوپکو څخه د کار اخیستلو نوی طرزالعمل اعلان کړی دی.
دغه وزارت پرون (د چنګاښ ۳۱ مه) پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا طرزالعمل د وحشي ژویو د خوندیتوب او په غیرمسولانه ډول د موشکش، چره يي، سپورتي او عتیقه ډوله ښکاري ټوپکو د ګرځولو، لرلو او واردولو د مخنیوي لپاره په څلورو فصلونو او اولسو مادو کې تدوین شوی دی.
سرچینې ویلي، د غیرمسوولو ډلو د انحلال او د ډایاګ مدیریتونه او همداراز د دې وزارت اړوند د کشف او له جراېمو سره د مبارزې عمومي ریاست د ښکاري ټوپکو د جوازونو د وېش، واردولو او ترانزیت یوازیني مراجع دي.