د بهرنیوچارو وزارت وايي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې یې نویو زېږېدلو ماشومانو ته د پاسپورتونو وېش پیل کړی دی.
د دې وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر ټویټر لیکلي، چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ په ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پرون (د چنګاښ ۳۱ مه) پیل کړه.
دا ادعا داسې مهال کېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش پروسه پڅه شوې ده.
خلک په دې چاره کې له جدي ستونزو شکایت کوي.