Home » افغانستان » سرور دانش: د عاشورا په مراسمو کې امنیتي ګواښونه ډېر دي
رویداد خبري آژانس

سرور دانش: د عاشورا په مراسمو کې امنیتي ګواښونه ډېر دي

د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وایي هغه سیمې چې د عاشورا په مناسبت تجمعات پکې کېږي او یا غونډې پکې جوړېږي د بل هر وخت په پرتله له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

رویداد خبري آژانس

نوموړي ددغه غونډو پر جوړونکو غږ کړی دی چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره باید جدي ګامونه اوچت کړي او هڅه دې وکړي چې احتمالي خطرونه له منځه یوسي.

دانش له عامو وګړو هم غوښتي چې له حکومت سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.

بلخوا ولسمشر غني هم تېر ماښام له دیني عالمانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د مذهبي مراسمو په امنیت کې باید امنیتي ادارې خپله ټوله هڅه وکړي.

رویداد خبري آژانس

تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عاشورا د مراسمو لپاره یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...