Home » افغانستان » سره میاشت: هره میاشت پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوو

سره میاشت: هره میاشت پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوو

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، هره میاشت د هېواد په روغتونونو کې پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوي.

د دې ټولنې مرستیال، عزیز الرحمن د یادې ټولنې د شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي: “زموږ تر ټولو زیاته بودیجه د زړه د سوري ناروغانو لپاره مصرفېږي. موږ هره میاشت د ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوو.”

هغه دا هم ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ۶۲۷ سوالګرو کورنیو سره ۴ میلیونه او ۹۸ زره او ۱۳۲ افغانۍ نغدي مرسته کړې ده. له دې ثبت شویو کورنیو سره مرسته به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې دا اداره په څلورو لویو برخو له هغې ډلې له پېښو سره د مبارزې، له اړمنو سره د نغدي مرستو، د روغتیايي ستونزو د حل او نور اړوند برخو کې فعالیت کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...