Home » افغانستان » سره صليب په نږدې راتلونکي کې د لسګونه زره افغانانو د کډوال کېدو خبرداری ورکړی

سره صليب په نږدې راتلونکي کې د لسګونه زره افغانانو د کډوال کېدو خبرداری ورکړی

د سره صليب نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري وضعيت خرابېدو له امله ښايي ګاونډيو هېوادونو ته د لسګونه زره افغانان د کډوالۍ څپه پيل شي.

د دې ادارې وياندې نتالي پېروډ امريکا غږ ته ويلي، په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحريک واک له رسېدو سره په دې هېواد کې بشري وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو لور ته روان دی او داسې احتمال شته چې له دې هېواد څخه ګاونډيو هېوادونو ته د کډوالۍ نوې څپه پيل شي.

نوموړې زياته کړې، د سره صليب اداره د کډوالۍ يادې څپې لپاره په پاکستان، ايران او تاجکستان کې چمتووالی نيسي او د دې کار لپاره يې د ۲۴ ميليونه ډالرو د مرستې غوښتنه هم کړې.

مېرمن پېروډ دغه راز وايي، د کډوالۍ دا نوې څپه د سختې وچکالۍ، د خوړو او اوبو کموالي، د داخلي بې ځايه کېدو، کرونا او دغه راز د خراب اقتصادي وضعيت له امله راتلونکې ده.

د سره صليب د موندنو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۱۸ ميليونه خلکو ته بنسټيز خدمتونه نه رسېږي او د ياد شمېر خلکو د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنيو مرستو ته جدي اړتيا لېدل کېږي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی و چې له تېرې جنورۍ راهيسې ۳۰زره افغانان د سر او مالي خونديتوب لپاره د کډوالو په توګه له پولو اوښتي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...