Home » سیمه او نړی » سخت طوفان په چین کې ۷۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
رویداد خبري آژانس

سخت طوفان په چین کې ۷۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د چین په ختیخ کې د شدید طوفان له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

د چین د «جیانګسو» ایالت د «نانټنګ» ښار په دغه طوفان کې ډېر ځپل شوی دی.

د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې، چې له حکومت سره تړلې رسنۍ بلل کېږي‌،‌ د چارواکو له خولې لیکلي دي چې په دغه سخت طوفان کې ډېرې ونې هم چپه شوې او یو شمېر ودانۍ هم زیانمنې شوي دي.

د یو حکومتي چارواکي په راپور کې لیکل شوي‌ دي‌ چې د ژغورنې ډلو ۳۰۵۰ کسان ژغورلي دي.

د طوفان سرعت په ساعت کې ۱۶۲ کیلو مېتره و چې له کبله یې د کب نیونې یوه کښتۍ هم چپه شوې ده، خو دوه ماڼوګان یې ژغورل شوي ‌دي.

د دغې کښتۍ نهه نور سپاره ورک دي‌ او چارواکي‌ وايي چې د موندلو لپاره یې لټون روان دي.

طوفان چې د «نانټنګ» په ښار کې برېښنا پرې کړې وه، اوس بېرته وصل شوې ده.

راپورونه وايي چې یو شمېر ونې په موټرونو باندې لویدلي‌ او خراب کړي‌ یې دي. چارواکي بوخت دي‌ چې لارې او کوڅې پاکې کړې.‌ دا طوفان د جمعې په شپه الوتی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...