Home » دسته‌بندی نشده » ستره محکمه د قبالو د وېش بهیر پيلوي

ستره محکمه د قبالو د وېش بهیر پيلوي

د سرپرست حکومت مشر د سترې محکمې له رییس او د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې ستره محکمه دې د قبالو د وېش بهیر پیل كړي.

نوموړي ویلي، داچې له پخوا راهیسې په افغانستان کې محاكم قبالې په کاغذي بڼه ورکوي نو اوس دې ستره محکمه هم د قبالو وېش په کاغذي بڼه پیل کړي.

د ده په خبره د برېښنایي قبالو ورکړه دې تر هغه وخته پورې وځنډيږي ترڅو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم نه وي جوړ شوی.

د يادونې وړ ده چې د قبالو د توزیع په اړه د سرپرست حکومت د مشر لارښوونه د سترې محكمې د دارالانشاء عمومي رياست لخوا د هېواد ټولو محاکمو ته استول شوې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...