د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان له يوې بلې جګړې وژغورل شي او داخلي ستونزو ته د حل لارو پر پيدا کولو فکر وشي.
نوموړي چې نن دوشنبه د (مرغومي په ۶مه) يې په لوګر کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د بريد ۴۲ تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، دا مهال اسلامي امارت د وطن ابادولو مسووليت ترڅنګ له قتصادي او سياسي ستونزو د را وتلو مسووليت هم لري، چې په خبره يې دا کار هغه وخت شونی دی چې ولس تر يوه چتر لاندې راټول شي.
ستانکزي د جګړې قربانيانو حقونو خونديتوب ته هم اشاره درلوده او ټينګار يې وکړ چې د شهيدانو او د جګړې قربانيانو ستونزو ته بايد په جدي توګه رسېدنه وشي.
په ورته مهال شېرمحمد عباس ستانکزي د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد له برياليتوب وروسته د يو شمېر جهادي مشرانو پر کړنو نيوکې وکړې او زياته يې کړه، ياد مشران ونه توانېدل چې د ولس له ارادې سره سم حکومت او نظام رامنځته کړي.
نوموړي زياته کړه چې جهادي مشران د ولس ارادې پر ځای د شخصي ګټو پر خونديتوب بوخت شول چې دا کار د خپل منځي جګړې د رامنځته کېدو او د افغانستان د پراخې ورانۍ سبب شوه.