د تېر حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي په افغانستان کې سرپرست حکومت د يوه کال پوره کېدو په غبرګون کې، ط.البان پر تاوتريخوالي او د قدرت پر انحصار تورن کړي.
نوموړي نن دوشنبه د (زمري په ۲۴مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د جمهوريت له سقوط وړاندې طالبانو د قدرت انحصار لپاره د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته شا، او د تاوتریخوالي لاره یې خپله کړه.
د ستانکزي په خبره، د دوی دې سیاست په نتیجه کې نن ولس له بې ساري کړاوونو او هېواد له خطرناکو توطیعو او دسیسو سره مخ دی.
نوموړي ټينګار کړی، طالبان بايد پوه شي چې د دوی اوسنۍ کړنلاره، بې ځایه غرور او ځان ځاني به هېواد تورې کندې او د پردیو اسارت ته ورټیل وهي. د ستانکزي په خبره په تیرو ۳۰ کلونو کې افغانان د دې شاهدان وو، چې د هېواد ملي شتمنۍ او ملي بنسټونه دوه ځله د پردیو په لمسون تالان شول.
معصوم ستانکزي په خپلو دې څرګندونو کې پاکستان ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دغه هېواد باید د افغانستان پر وړاندې خپل دوه مخی سیاست ختم کړي.
نوموړي زياته کړې، که پاکستان په خپل سياسي ليدلوری بدل نه کړي، نو پرته له شک به په خپل لاس د بل کړي اور په لمبو کې وسوځي.
ستانکزي ويلي، تجربو ثابته کړې چې نور باید خپلې هیلې په پردیو پورې ونه تړو. خپل مشکل باید پخپله حل کړو او په خبره يې د ستونزې حل یوازې له ټولو اړخونو سره د رغنده خبرو له لارې ممکن او عملي دی.