Home » افغانستان » ستانکزی: د ښوونځيو په تړلو سره بايد ناپوهي پر خلکو تحميل نه شي

ستانکزی: د ښوونځيو په تړلو سره بايد ناپوهي پر خلکو تحميل نه شي

د ملي امنيت پخوانی رئيس او د مخکيني جمهوري نظام د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، افغانان له څو لسيزو راهيسې د پرديو دسيسو قربانيان دي.

نوموړي نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۵مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، له اوسنيو ستونزو د وتلو لپاره اړتيا ده چې خپله انرژي د یو بل په تخریب ضایع او د نړیوالو د تمسخر لپاره زمینه برابره نه کړو.

ستانکزي ټينګار کړی، چې له یووالې پرته دا امکان نه لري څو افغانان خپل عظمت بېرته ژوندی او له اسارت خلاصون پيدا کړي. نوموړي د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندښت دوام ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د ښوونځيو په تړلو سره بايد ناپوهي د ټول ولس پر برخليک حاکمه نه شي.

نوموړي د نجونو د زده‌کړ مسئله داسې مهال ياده کړې، چې پرون شنبه د ازموينو ملي ادارې له لوري د روان کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې.

په يادو پايلو کې که څه هم له ۳۰زرو ډېرې نجونو دولتي پوهنتونونو ته لار موندلې؛ خو په کې له لوموړي تر لسم مقام پورې د هېڅ يوې نجلۍ نوم نشته.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...