‘له پوليو څخه پاک افغانستان’ په نوم اداره وایي چې د پولیو واکسين کمپاين به سبا (دوشنبه د ثور لسمه) د هېواد په ټولو ولايتونو کې پيل شي.
دې ادارې نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دې کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته ویټامین «A» هم وېشل کېږي.
د واکسین د تطبیقولو د کمپاین پاڼې له ښاریانو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د واکسینو ترڅنګ ویټامین «A» هم ورکړي، ځکه دغه ویټامین د ناروغیو په وړاندې د ماشومانو معافیت زیاتوي او د سترګو دید له کمزورتیا څخه مخنیوی کوي.
بلخوا که څه هم د ا.ا چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې ګوزڼ له منځه تللی، خو د روغتیا نړیوال سازمان په کونړ او نورستان ولایتونو کې سږ کال د پولیو د دوو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.
پروسږ کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د ویلو ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو یا ګوزڼ ویروس پاتې دی.