د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د ټاپي پروژې د بیا پرانیستلو په مناسبت به د (چهارشنبې، د وږي ۲۱مه) په هرات کې رسمي رخصتي وي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژې د پرانیستې مراسم به د افغانستان د لوړ پوړو چارواکو او د ترکمنستان د استازو په حضور کې وشي او په دې مناسبت یوازې په هرات کې رخصتي اعلان شوې ده.
پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې د غځولو پروژه چې د «ټاپي» په نوم یادېږي، د ۱۳۹۶ کال په پای کې د دغو هېوادونو د مشرانو په حضور کې پرانیستل شوه، خو په تېرو اوو کلونو کې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
د دې نللیکې ټول اوږدوالی یو زر او ۸۱۴ کیلومترو ته رسېږي چې ۸۱۶ کیلومتره به یې له افغانستان څخه تېرېږي.
دغه نللیکه په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري.