ټاکل شوې چې د کرکټ نړيوال ۲۰اووريز جام د روانو سياليو په دوام سره سبا سېشنبه د (لړم په ۱۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا له لوبډلې سره لوبه وکړي.
دا لوبه به د اسټراليا په برسبين ښار کې ترسره شي. له سبانۍ لوبې وړاندې افغان لوبډله برسبين ته رسېدلې او دغلته يې د راتلونکې لوبې لپاره چمتووالی پيل کړی دی.
له دې وړاندې د باران له امله له نيوزيلنډ او ايرلنډ سره د افغان لوبډلې دوې لوبې بېپايلې پای ته رسېدلي او له دواړو لوبو يې يوازې يو– يو پواينټ ترلاسه کړی دی.
د سبانۍ لوبې په اړه هم وړاندوينه دا ده، چې ښايي د لوبې پرمهال باران وشي. د کرکټ بورډ چارواکو ويلي، چې ملي لوبډلې له سرېلانکا سره د لوبې لپاره بشپړ چمتووالی نيولی او تمه ده چې افغان لوبډله به ښه وځلېږي.
افغان لوبډلې د کرکټ نړيوال ۲۰اووريز جام لومړۍ لوبې د انګلېنډ لوبډلې پر وړاندې بايللې ده.