د ټولګټو وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې سر له سبا سېشنبې د (وږي په ۲۲مه) به د کابل-کندهار لويې لارې د بېرته رغولو چارې پيل شي.
د دې وزارت وياند حميدالله مصباح نن دوشنبه په خپله ټوېټر کې ليکلي، چې دغه چارې به له غزني څخه تر زابل پورې پيل او په ټاکلې نېټه به پای ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره، ټولګټو وزارت نه يوازې د کابل-کندهار د لويې لارې بيا رغولو پروژه پيلوي، بلکې تر څنګ به يې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د سالنگونو لويې لارې اساسي بيا رغونه هم پيل شي.
مصباح زياته کړې، ټولگټو وزارت په پام کې لري څو روانه میاشت د حفظ او مراقبت ۱۸ نورې پروژې هم پيل کړي او د همدې پروژو لومړنۍ هغه يې پرون يکشنبه د پنجشېر په پريان ولسوالۍ کې د ۶۰ کليو ميتره يوه سړک رغول وو.