Home » افغانستان » سبا؛ امریکا،روسیه، پاکستان، او چین پر افغان سوله خبرې کوي
رویداد خبري آژانس

سبا؛ امریکا،روسیه، پاکستان، او چین پر افغان سوله خبرې کوي

سبا جمعه څلور هېوادونه د افغانستان د سولې پر مسئله سره جرګه کېږي.

د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې ټاکل شوې چې سبا جمعه د اپرېل په دېرشمه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د افغانستان په اړه د ترویکا د کنفرانسونو په چوکاټ کې سره جرګه شي.

دغه روسي اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خولې لیکلي چې په دې غونډه کې به د روسیې له لوري دی پخپله، د امریکا له لوري زلمی خلیلزاد او د چین او پاکستان استازي ګډون کوي.

په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې پر روانه پروسه او راتلونکي وضعیت خبرې کېږي او کابلوف ویلي له دې لیدنې مهمه موخه دا ده چې د سولې په بهیر کې خوځښت رامنځ ته شي او د شته ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وشي.

روسیې تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره ګامونه اوچت کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...