کابل – شمال پر لویه لاره د سالنګ تونل کې په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د بغلان د امنیې قوناندانۍ ویاند شېر احمد برهاني وايي چې دا پېښه د شپې په شاوخوا نهو بجو رامنځته شوې وه. هغه زیاته کړه، چې د سالنګ تونل کې دننه د سوند توکو یو موټر اور اخیستی، خو دا لا معلومه نه ده چې د تېلو موټر و، که د ګازو. برهاني وایي چې داورلګېدو له امله لاره تړل شوې ده. دی زیاتوي تونل ته نږدې ځایي خلکو ورته ویلي چې تر اوسه ۱۶ کسان چې مړه او ټپیان دي.
بلخوا د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح رسنیو ته ویلي چې سالنګ کې یو ټانکر چپه شوی او بیا یې اور اخیستی دی. هغه زیاتوي چې له شمالي سالنګ څخه د اور د زیاتوالي له امله د سالنګونو دساتنې او څارنې کارکوونکي نه شي کولی چې تونل ته ننوځي او له سویل لوري څخه هڅې روانې دي. په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو لیکلي چې په دې پېښه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو یو شمېر نور مسافرین لا په تونل کې بند پاتې دي.