د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي چې روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده، یوازې د نړېوالو شریکانو یوالی او فشار کولی شي په روان وضعیت کې بدلون راولي.
زیلینسکي پر اېکس پاڼه په یو پیغام کې لیکلي چې اوکراین تر بل هر اړخ ډېر د سولې غوښتونکی دی، او له همدې امله یې له شرطونو پرته د ۳۰ ورځني لنډمهال اوربند لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی.
د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په خپله لیکنه کې په سعودي عربستان کې د اوکرایین او امریکا د استازو ورستۍ ناستې ته اشاره کړې او دا یې د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره لومړی بریالی ګام بللی دی.
نوموړي، دا د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره یو مهمه هڅه بللې او زیاته کړې یې ده، د اوربند تر څنګ د جګړې د بندیانو خلاصون، د ملکي وګړو ازادول او په بند کې د شته ماشومانو بېرته راستنېدل هم سولې ته د رسېدو په لار کې نور اړین اقدامات دي.
زیلینسکي دا څرګندونې داسې حال کوي چې د جمعې په ورځ د سپینې ماڼې ویاند په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې امریکا د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ته د روسیې د ځواب په تمه ده او ټینګار یې وکړ، چې موږ هېڅکله سولې ته دومره نږدې نه وو.
#خالد سیر