د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا کورنیو چارو د مرسیتال د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا هېواد به د پاکستاني تا.لبانو له تحریک سره هېڅ مذاکره ونه کړي.
د ا.ا د کورنیو چارو لومړي مرستال، محمد نبي عمري ویلي وو چې د پاکستان حکومت دې په یاد هېواد کې د ناامنیو د له منځه وړلو لپاره له پاکستاني تا.لبانو سره خبرې وکړي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ په یوې خبرې غونډه کې ویلي چې د دې هېواد حکومت له ټي ټي پي سره د خبرو کولو لپاره کوم پرګرام نه لري.
هغې یو ځل بیا د ا.ا له چارواکو غوښتي چې د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.
پاکستان بیابیا ادعا کړې چې د تا.لبانو له خوا د یاد هېواد په امنیتي ځواکونو بریدونه له افغانستان څخه ترسره کېږي.
خو ټي ټي پي او ا.ا چارواکي دا ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه ډلې خپل پلانونه د پاکستان په خاوره کې جوړوي.