د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پیل شوې شل اوریزه لوبلړۍ په درېمه او برخلیک ټاکنونکې لوبه کې زمبابوې افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د روانې لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې زمبابوې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کې افغان لوبډلې ته د ۱۲۸هدف ورکړ.
په افغان لوبډله کې تر ټول زیاتې ویکټې راشد خان واخیستې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول.
دغه سیالي چې د زمبابوې په پلازمېنې هراري په لوبغالي کې روانه ده، چې افغان لوبډله به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.