د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې زمبابوې لوبډلې په خپله پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه غضنفر ۵، راشد خان ۳، فرید احمد ملک او عظمت الله عمرزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
دغه سیالۍ د زمبابوې په کوربه توب د دغه هیواد په پلازمېنې هرارې کې روانه ده چې، افغان لوبډله به څو شېبې وروسته د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.