Home » سیمه او نړی » زلينسکي: له روسيې سره د خپلې هر راز بې طرفۍ په اړه بحث ته چمتوو يوو

زلينسکي: له روسيې سره د خپلې هر راز بې طرفۍ په اړه بحث ته چمتوو يوو

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي وايي، چمتوو دی چې له روسيې سره د خپلې سياسي بې طرفۍ په اړه داسې مذاکرات وکړي، چې پايله يې په اوکراين کې د جګړې درېدل وي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون يک‌شنبه ناوخته د (وري په ۷مه) له روسي خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې کړي دي. زلينسکي ويلي، چې له روسيې سره د اوکراين بې طرفۍ په اړه د مذاکراتو په ترڅ کې د ترلاسه شوې هوکړې اجرائيوي تضمين بايد د درېيم اړخ له لوري وشي او دغه راز به ياده هوکړه په اوکراين کې ټول پوښتنې ته هم وړاندې کېږي.

نوموړي زياته کړې چې د روسيې له لوري پر اوکراين د بريد په ترڅ کې د دغه هېواد روسي ژبي ښارونه خورا وران شوي او په خبره يې دغه زيانونه له هغه څه ډېر دي چې په چيچنيا کې د روسيې د جګړې له امله اوښتي دي.

له دې وړاندې هم ولسمشر زلينسکي روسيې ته وړانديز کړی و چې سم‌لاسي د رغوونکې هوکړې په موخه مذاکراتو ته چمتوو شي؛ خو روسيې تر د نوموړي پخواني او اوسني وړانديز ته کوم ځواب نه دی ويلی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...