د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي، چې په وروستۍ موده کې اوکرايني ځواکونو د روسي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
نوموړي ويلي چې د ماريوپول په شمول په ګڼو سيمو کې اوکرايني سرتېرو روسي سرتېري په شا تمبولي او په خبره يې د روسي ځواکونو دا په شا کېدنه، د اوکراين د پياوړتيا او بريا ښکاروندويي کوي.
زلينسکي زياته کړې چې اوکرايني ځواکونه به د روسيې له لوري نيول شوي ښارونه يو په يو بېرته ازاد او ونيسي او په دې توګه به د روسيې بريدونه محوه کړي.
خو له دې وړاندې د روسيې دفاع وزارت پرون ادعا وکړه چې په ماريوپول کې له ۲نيم سوو ډېر اوکرايني سرتېري ورته تسليم شوي او لسګونه نور يې د جګړې په ترڅ کې ټپيان شوي دي.
خو اوکراين دا رد کړې چې ګواکې سرتېرې دې يې روسي ځواکونو ته تسليم شوي وي. د اوکراين دفاع وزارت ويلي، چې په ماريوپول کې محاصره سرتېرو يې خپل پلان تطبيق او هدف يې ترلاسه کړی دی.