Home » سیمه او نړی » زلينسکي: روسيه بايد اوکراين کې د جنګي جرمونو حساب ورکړي

زلينسکي: روسيه بايد اوکراين کې د جنګي جرمونو حساب ورکړي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون سې‌شنبه ناوخته د (وري په ۱۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته وينا وکړه.

نوموړي د خپلې وينا پرمهال په اوکراين کې د روان وضعيت په تړاو د امنيت شورا غړو هېوادونو استازو ته مالومات ورکړل.

زلينسکي يو وار بيا ادعا وکړه چې روسي ځواکونو د اوکراين په ګڼو ښارو کې د عام وژنې له امله جنګي جرمونه کړي او ټينګار يې وکړ چې روسيه بايد د خپل دې عمل حساب ورکړي.

نوموړي ادعا وکړه چې په بوچا ښار کې روسي ځواکونو د خلکو د استوګنې کورونه وران کړي او دغه راز يې په دې ښار کې يو شمېر عام وګړي هم له ټانکونو لاندې کړي دي.

ولاديمير زلينسکي په دې ښار کې د روسي ځواکونو له لوري د ملکيانو وژنې او د عامه ځايونو ورانول، د يادو ځواکونو له لوري د ترسره شوو جنګي جنايتونو يوه عمده بېلګه ياده کړې ده.

خو مسکو په ملګرو ملتونو کې د ولسمشر زلينسکي له وينا وړاندې، د بوچا ښار په اړه د کېف دا ډول ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي، چې ځواکونو يې هېڅ ډول جنګي جنايت نه دی ترسره کړی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...