د روسي ځواکونو پر وړاندې له جګړې سره هممهاله د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د دې هېواد د استخباراتو او لويې څارنوالۍ رئيسان د خيانت په تور له دندو شړلي دي.
نوموړي په دې اړه خپاره کړي وېډيويي پيغام کې ويلي، چې د استخباراتو پر لرې شوي رئيس اېوان باکانوف او لرې شوې لويې څارنوالې اېرينا وېنېديکتوا باندې د خيانت ګڼې قضيې ثبت شوي دي.
زلينسکي زياته کړې، دامهال د اوکراين په هغو سيمو کې چې د روسيې تر کنټرول لاندې دي، د اوکراين د استخباراتو او لويې څارنوالۍ له ۶۰ ډېر کارکوونکي د روسيې په ګټه او د اوکراين په خلاف کار کوي.
نوموړي زياته کړې، چې د لرې شوو کسانو له لوري له روسيې سره د همکارۍ په اړه ټولې ۶۵۱ قضيې پرانيستل شوي دي. د زلينسکي په خبره، د يادو ادارو د کرادار په اړه له خلکو سره ګڼې پوښتنې پيدا شوي او د مشرانو له نيول کېدو سره به يې يوې-يوې پوښتنې ته ځواب وويل شي.