د ملګرو ملتونو سرمنشي چې په اوکراين کې د جګړې درولو په موخه د روسيې او اوکراين پر سفر وتلی، نن پنجشنبه د (غويي په ۸مه) له مسکو وروسته کېف ته رسېدلی دی.
نوموړي د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زلينسکي سره د ليدنې پرمهال، د خبرو له لارې د جګړې په درولو کې د پرمختګ غوښتنه کړې او ټينګار يې کړی چې له خبرو په ګټنې سره بايد په ماريوپول کې ملکي وګړو ته د مرستو رسولو زمينه برابره شي.
د دواړو لوريو په ليدنه کې، له ماريوپول ښار څخه چرته چې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، د سره صليب له نړيوالې کميټې سره په همغږۍ د ملکي وګړو پر خوندي ايستلو هم خبرې شوي دي.
له دې سره د برېتانيې بهرنيو چارو وزيرې ليز ټرس پر نړيوالو متحدانو غږ کړی، چې د روسيې د مهارولو په موخه دې اوکراين ته د الوتکو په شمولو درنې وسلې ولېږي.
خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين بيا خبرداری ورکړی، که د اوکراين په جګړه کې له دې ډېره مداخله وشي نو د برېښنا په څېر توند ځواب به ورکړي.